ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو شپږو میاشتو کې څه‌باندې ۷۰ زره زېږون کارتونه وېشل شوي


د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۷۰ زره او ۱۹۲ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي چې ۴۶ زره او ۴۹۳ یې د لویانو او ۲۳ زره او ۶۹۹یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې ۴۸ زره او ۹۰۴ تر ټولو زیات زېږون‌کارتونه وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د درې زره او ۷۶۹، بلخ د درې زره او ۳۰۷، ننګرهار د درې زره او ۱۸۸ او هرات ولایت د دوه زره او ۴۸۱ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

له بل لوري ارقام څرګندوي چې ۳۰ زره او ۶۸۰ زېږون کارتونه په کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۳۹ زره او ۵۱۲ نور یې په کابل ښار کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه دې ادارې په یاده موده کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۴۱۳ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې دي.

د وېشل شویو پارچو له ‌‌ډلې په کابل کې څلور زره او ۵۰۷، کندهار یو زر او ۷۵۴، خوست ۶۴۴، فراه ۵۶۰، زابل ۴۵۹، پکتیا ۴۵۱ او بلخ د ۴۰۸ پارچو په وېشلو تر نورو زیاتې د مړینې پارچې وېشلې دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخېستلو او پرېښودو اړوندو خدمتونو د وړاندې‌کولو مسولیتونه پر غاړه لري.