ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۸ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۱تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۰۵مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱کورنیو سره ټولې۳۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۶۸عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۷۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴۷تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۱۹۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۸۹تنه و، کندهار، هرات، زابل،  اورزګان، نیمروز، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۱۶۵ زره او ۹۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸۰کورنیو سره ټولې درې میلیون او ۲۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې پینځه زره او ۹۴۲خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: په تخته پل کمپ کې کډوالو  ته ۳۷۲عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۵۴۶کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۳۲۷۶تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۶۱۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۳۶۸تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۸۳۲ زره او ۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۶۱کورنیو سره ټول شپږ میلیونه او ۲۶۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۵۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۹۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۲تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه ۶۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۱تنه و، دیشو، بینادر، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۹۹۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۶کورنیو سره ټولې۹۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۴۰۷‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۵۶تنه و، کندوز، بلخ، بغلان،  لوګر، غور، جوزجان، تخار، کاپیسا، پروان، ډایګنډي، سرپل، ننګرهار، کندهار او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون،۵۷۳ زره او ۶۵۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال :               یو زر او ۲۴۰کورنۍ او اووه زره او ۱۱۷وګړي

لېږدول شـوي کډوال :               یو زر او ۲۸۴کورنۍ او اووه زره او ۱۶۵وګړي

مرسته شوي کډوال :              یو زر او ۴۴۶کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۹۹۶عــــدده