اقتصاد وزارت وايي، روان ۱۴۰۴ کال کې د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې ۴۱۰ عمده او اساسي پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
د یاد وزارت د ویاند په خبره؛ د یادو پروژو ډېری برخه بنسټیزو او پراختیایي پروژو ته ځانګړې شوې، چې چارې یې عملا دوام لري.
بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول پروژې د هېواد په اقتصادي برخه کې اړینې بولي او پر دوام يي ټینګار کوي.
تر دې وړاندې اسلامي امارت او عام ولس څو ځلې پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې میلیاردونه ډالره شتمني ازاده کړي، څو د هېواد په اقتصادي برخه کې ترې په سم ډول کار واخیستل شي.

