د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سازمان د پخواني همغږي کوونکي هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي یې دي ممکن له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په پراخه بېرته ستنېدو سره به داعش خراسان ډله سر را پورته کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، د داعش په څېر فتنه اچوونکي عناصر په افغاستان کې په بشپړ ډول کنټرول شوي او دې برخه کې هیڅ اندېښنه نشته.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د کډوالو بېرته را ستنولو برخه کې داعش پورې اړوند کسانو را لېږدونې برخه کې احتمالي جزیي اندېښنه لري، خو امنیتي او کشفي ارګانونه پر پولو او فرضي کرښې بشپړه څارنه لري او د دغسې نفوذ اجازه به ورنکړي.
ښاغلي قانع ویلي، د داعش کیلي او رېموټ تل له بهره دی او له هماغه ځایه یې تنظیمات کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، افغان امنیتي، دفاعي او استخباراتي ځواکونه پر ټول هېواد واکمن دي او د ملي دفاع د وزیر په وینا هیڅ ورانکاری د هېواد د جغرافیې په یوه لوېشت سیمه هم کنټرول نه لري.

