د اسلامي امارت عدلیې وزارت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر قانون د تنفیذ د هیئتونو طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له توشیح وروسته د ۱۴۴۷ هجري سپوږمیز کال د ربیع الاول میاشتې په ۳مه نېټه په ۱۴۷۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
عدلیې وزارت وایي، دغه طرزالعمل یوه مقدمه او ۱۳ مادې لري.
په دې طرزالعمل کې راغلي، چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر قانون د تنفیذ هیئتونه دې یاد قانون په دقت مطالعه کړي او د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، ادارو او د ولایت په اداري مجلس کې دې یې د ټولو ریاستونو او نورو ادارو مسولینو ته بیان کړي، ترڅو له دې لارې ټول امارتي مامورین د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر قانون مطابق عیار شي.
همدارنګه یاد هیئتونه دې په ټولو ښاري حوزو او ولسوالیو کې د علماوو په مرسته خلکو ته د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر د قانون اهمیت ورسوي.
د دې تر څنګ، د دغه قانون د تنفیذ هیئتونه موظف شوي، چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر قانون د تطبیق په برخه کې په ټولو حوزو او ولسوالیو کې د خلکو تر منځ له نېکو او مخورو او محبوبیت لرونکو اشخاصو څخه ګټه واخلي.
دغهراز په یاد طرزالعمل کې ویل شوي، چې د تنفیذ هيئتونه دې د حوزو، ولسوالیو، پوهنتونونو، د بدني روزنې ریاست، د سوداګرۍ او صنعت خونې، شرکتونو، اتحادیو او فابریکو له مسولینو سره غونډې وکړي او د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون په تطبیق کې دې ګټه ترې واخلي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت موظف شوی، چې د هېواد په کچه د ټولو جامع جوماتونو امامانو ته د یاد قانون اهمیت بیان کړي، تر څو دوی خلک د هغه عملي کولو ته را وبولي.
په ولایتونو کې هم د پوهنې ریاستونو موظف شوي، چې په دې برخه کې د پوهنې د مسولینو لپاره غونډې جوړې کړي، تر څو دوی د ښوونځیو، مدرسو، شخصي اکاډمیو او د انګلیسي او کمپیوټر شخصي مرکزونو ښوونکي او زدهکوونکي د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر قانون په رعایتولو مکلف کړي.
هېوادوال د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په برېښنايي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کولای شي.
د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق له عدلیې وزارت سره محفوظ دی او ناقانونه چاپ یې ممنوع دی.

