ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ‌ترلږه ۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي

تېره ورځ (جمعه، د وږي ۲۸مه) د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې لږ‌ترلږه ۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي.

الجزیرې د روغتیایي سرچینو په حواله ویلي، چې له دې ډلې ۲۶ تنه په غزه ښار کې شهیدان شوي.

ورته مهال په غزه تړانګه یو بل ماشوم هم د لوږې او خوارځواکۍ له امله شهید شوی، چې له دې سره غزه کې د لوږې له کبله د شهیدانو شمېر ۴۴۱ تنو ته لوړ شوی دی.

دغه‌راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطیني ولس کړاو او ځورېدنه د بیان وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړې، دا د مرګ او ویجاړۍ تر ټولو بده کچه ده، چې ما د عمومي منشي په توګه په خپل وخت کې لیدلې ده، او ښایي زما په ټول ژوند کې هم داسې نه وي لیدل شوې؛ چې د روغتیایي پاملرنې بشپړ نشتوالی، قحطي او خلک په لویو متمرکزو سیمو کې د سرپناه پرته ژوند کوي.