د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، د پيټر او باربارا رېنولډز په نامه دوه تنه برېټانوي اتباع چې د افغانستان قوانين یې نقض کړي وو، له قضايي پروسې وروسته له بنده خلاص شول.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اتباعو مسايلو ته له سياسي او يا د معاملې له زاويې نه ګوري.
ښاغلي بلخي وایي، هيله ده چې د اتباعو مسايل، په ځانکړې توګه هغوی ته د کونسلي خدماتو وړاندې کېدل له سياسي ملاحظاتو پرته تضمين شي او افغانان هم چې هر چېرته وي کونسلي خدمات ورته ورسیږي.
نوموړي د یادو بریټانوي اتباعو د خلاصون په برخه کې د قطر هېواد له منځګړیتوب او هڅو مننه کړې او زیاته کړې ده، چې دغه کسان د برېټانیا ځانګړي استازي ريچارډ لنډزي ته سپارل شوي.

