ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد: اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت پر ټوله خاوره بشپړ کنټرول لري.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې هیڅ وسلواله ډله په ځانګړي ډول داعش شتون او پټنځای نه لري.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي:« داخلي ننګونې اوس محدودې شوي، موږ د هر هغه چا پر ضد جدي او قاطع دریځ لرو چې د افغانستان د خلکو امنیت ته ګواښ پېښوي. نن ورځ داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي. دا ډله د څلور کاله وړاندې په شان ځای او پټنځای نه لري، د افغانستان پر یوه لوېشت ځمکه هم تسلط نه لري.»

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت دا مهال له هېڅ هېواد سره امنیتي او پوځي تړون نه لري خو تګلاره یې دا ده، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

ښاغلي مجاهد ویلي:« موږ هغې هوکړې ته چې له امریکایانو سره مو په دوحه کې لاسلیک کړې ژمن یو، هېڅوک دا ثبوت نشي وړاندې کولی چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا، د هغې د متحدینو یا بل کوم هېواد پر ضد کوم ګواښ پېښ شوی وي. موږ دې تګلارې ته ژمن یو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي»

دغه‌راز د ملي دفاع وزیر افغانستان کې د مسلکي پوځیانو شتون یوه جدي اړتیا بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د مسلکي او پرمختللي پوځ جوړولو ته ژمن دی چې د افغانستان ټولې امنیتي اړتیاوې پوره کړي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي:«موږ په دوامداره توګه د پوځ جوړونې او مسلکي پراختیا لپاره کار کوو او دې ته ژمن یو چې مسلکي او پرمختللی پوځ جوړ کړو، ترڅو د افغانستان ټولې امنیتي اړتیاوې پوره کړي او دا یوه جدي اړتیا ده.»

نوموړي زیاته کړې، په تېرو څلورو کلونو کې د دفاع وزارت په برخه کې ډېر پرمختګ شوی او دا وزارت له ګډوډۍ څخه اوسمهال منظم حالت ته رسېدلی دی.