د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نجیبالله په مشرۍ وشوه.
د دې غوڼدې په پيل کې د هېواد د امنيت پر ټينګښت، د ستونزو پر حل لارو او د خلکو د ارام ژوند لپاره پر ګډو هڅو هر اړخيز بحث وشو.
د ناستې ګډونوالو څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د امنیت د ستاتنې او د ولس د هوساینې په برخه کې پوره ژمنتیا لري او د ټولو ادارو د همکارۍ په ترڅ کې به د ډاډمن امنیت لپاره هڅې لاپیاوړې شي.
دغهراز په پای کې ټینګار وشو، چې د خلکو همکاري د امنیت په ټینګښت کې ډېره مهمه ده او د اسلامي امارت مسوولین به د ولس خدمت و هوساینې لپاره خپلې هلې ځلې په دومداره توګه چاري ساتي.

