په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت ویلي، چې د یاد هېواد سلطان هیثم بن طارق د حضرت محمد ﷺ د میلاد په مناسبت ۳۳ افغان زندانیانو ته عفوه کړې ده.
د یاد سفارت زیاته کړې، دغه کسان چې د بېلابېلو مودو راهیسې په عمان کې زندانیان وو، ډېر ژره به له بند څخه ازاد او هېواد ته ستانه شي.
دغهراز د افغانستان سفارت د عمان له یاد اقدام څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو پراختیا برخه کې مهم رول لري.

