ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک: د افغانیو ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی

د افغانستان بانک وایي، د متوازنو او معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو او دغه راز د هېواد صادراتي ودې، د ملي او نړیوالو پروژو پیل او د اسعارو د قاچاق مخنیوی سره، توانېدلي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي.

ورته مهال کابل ښاریان د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

دوی وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو په لوړېدو لا هم په بازارونو کې د توکو بيې لوړې دي او د پخوا پر تله توکي ګران دي.

بل خوا اقتصادي کارپوهان د مسوولینو له لوري په بازارونو کې د احتکار مخنیوی، د نرخونو کنټرول او د سرغړوونکو پر وړاندې قانوني چلند د بیو د لوړېدو په مخنوي کې ګټور ګام بولي.

په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د نرخونو له لوړېدو شکایتونه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په دې وروستیو کې د ډالرو ارزښت د افغانیو په وړاندې ټيټ شوی خو بر عکس د توکو بیې لوړې شوي دي.