د زابل پاسپورت مدیریت ویلي، چې د پاسپورټ اخیستلو پروسه يې خورا اسانه کړې او خلک کولای شي دا پروسه په ښه توګه ترسره کړي.
د دې ولایت پاسپورت مدیریت مدیر مولوي رحیم الله اخندزاده ویلي، چې د خلکو لپاره یې زیاتې اسانتیاوي برابرې کړې او په وینا یې کوم هېوادوال چې پاسپورټ اخلي په ډير لږ وخت کې یې کار ورته اجرا کیږي.
ښاغلي رحیم الله اخندزاده زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنیدو را په دېخوا یې تراوسه ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دغه راز یو شمېر پاسپورت اخیستوونکې د پاسپورت مدیریت له کارونو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دې ولایت کې د پاسپورت اخیستلو برخه کې د پخوا په پرتله ډيرې اسانتیاوي رامنځ ته شوې او کارونه یې پر وخت ورته خلاصیږي.

