د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري؛ له مرکزي وياندويانو او نشراتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېخ شیر احمد حقاني، د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرسیتال مولوي قدرت الله جمال، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت، د باختر اطلاعاتي اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست ربیس مولوي رحمت الله نړیوال، مطبوعاتي مسوولینو او د مرکزي ادارو ویاندویانو ګډون کړی وو.
اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت الله نړیوال، پیلیزه وینا وکړه او ویې ویل، چې دغه ریاست به د ویاندویانو لپاره د سمینارونو او نورو پروګرامونو د ترسره کولو لړۍ جاري وساتي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېر احمد حقاني، د ویاندویانو د فعالیتونو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل، چې وياندويان د اسلامي نظام د ساتنې او استحکام په لاره کې مهمې دندې لري او دا دندې او مسوولیتونه باید په سمه توګه ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې ویاندویان د باوري سرچینو په توګه، باید د خپلو ادارو ریښتني فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړي؛ څو د رسینو له لارې تر خلکو پورې ورسول شي او پر نظام د خلکو باور ډېر شي.
ښاغلي حقاني، دغه راز د خبرونو او معلوماتو پر کره والي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ویاندویان او رسنۍ باید د خبرونو او اطلاعاتو په شریک کولو او نشر کې ډېر دقت او احتیاط وکړي او هغه څه دې خپاره کړي چې واقعي وي، ترڅو د نظام د پایښت او استحکام، د خلکو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ سبب شي.
ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، په اوسني عصر کې د خبرونو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې دغه وزارت د هېواد په کچه د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتیا او د هغوی د ظرفیت لوړولو په برخه کې پوره همکاري کوي.
همدا رنګه، د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت، د ویاندویانو مسوولیتونه بیان کړل او ویې ویل، چې هر ویاند باید د خپلې ادارې مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې په وخت له رسنیو سره شریک کړي او له هغوی سره خپله همکاري او همغږي زیاته کړي.
د فطرت په وینا، اوس چې د نظامي جګړې وخت پای ته رسېدلی؛ د تبلیغاتي جګړې څپه پیل شوې ده او په دې لاره کې ویاندویان هغه کسان دي چې کولی شي د دې جګړې په لومړۍ کرښه کې د دښمن د تبلیغاتي څپې مخه ونیسي.
د غونډې په دوام، د باختر اطلاعاتي اژانس ریيس مولوي ضياءالحق حقمل، په ښه ډول د ویاندویانو رسالت ترسره کولو په برخه کې یو لړ مشورې شریکې کړې او ویې ویل چې د دښمن اړوند، مغرضې رسنۍ د ژورنالیزم اخلاقي کوډونه نه مراعتوي؛ شخصیت وژنه کوي او له حقیقته لرې او غیر واقعي خبرونه او اطلاعات نشروي.

