ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ضمیر کابلوف: د شانګهای سازمان غونډه کې افغانستان ته د ناظر توګه غړیتوب ورکړل شو

روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي کابلوف د دوه اړخيزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د شانګهای سازمان په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د ناظر غړیتوب د ورکولو لپاره اکثریت رایې کارول شوي، ترڅو له مخې يې افغانستان د شانګهای سازمان په راتلونکو غونډو کې رسمي ګډون وکړای شي.

دغه راز ښاغلي حسن د شانګهای سازمان په راتلونکي غونډو کې د افغانستان ګډون اړين بللی او دا يې له سیمې سره د اړیکو او رښتیني درک لپاره مهمه اړتيا ګڼلې ده.