ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د ۱۱ پروژو چارې پیل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي له یوه پلاوي او سیمه‌ییزو مسوولینو سره یو ځای په ننګرهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د تطبیق په موخه د ۱۱ پروژو پرانیسته وکړه.

د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي غزنوي د پروژو د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له فرمان سره سم به د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، دسړکونو، پلونو، پاکو اوبو، روغتونونو، مدرسو، جوماتونو او استنادي دیوالونو په برخه کې۴۰پروژې پلي شي.

نوموړي زیاته کړه، له یادو ۴۰ پروژو څخه د ۷۱ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۱ پروژو چارې به له نن څخه  وروسته په رسمي توګه پیل شي.

 ښاغلي غزنوي د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژو په پلي کولو کې له مسوولینو سره په ګډه څارنه او همکاري وکړي، تر څو دا پروژې په اساسي او معیاري ډول پلي شي.

دغه‌راز په یادو مراسمو کې دننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی هم خبرې وکړې او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول مسئولین ژمن دي چې په بشپړ صداقت او وفادارۍ سره د خپل هېواد د بیا رغونې او هوساینې لپاره هلې ځلې وکړي.

 د سیمې خلکو د اسلامي امارت له لوري د دغو پروژو له عملي کېدو څخه په مننې سره وویل، چې د یادو ولسوالیو خلکو په تېرو ۲۰ کلونو کې د خونړي یرغل له کبله سختې ستونزې ګاللې، ځکه مو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتنه ده، چې دې سیمو ته لا زیاته پاملرنه او پراخ خدمتونه وکړي.