د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې روزا اتانبایوا سره د مخې ښې لیدنه کړې.
په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله په رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او ویلي یې دي، ما شخصاً په زلزله ځپلو سیمو کې د ملګرو ملتونو له لوري زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې رسولو مسولیت ترسره کړ.
همداراز اغلې روزا اتانبایوا د افغانستان اسلامي امارت له لوري پر وخت مدیریت او زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسول ستایلي زیاته کړې یې ده، ملګري ملتونه به د روغتیايي، طبیعي پېښو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړې له اسلامي امارت غوښتي، چې د یاد سازمان نویو دفترونو د قراردادونو په نوي کولو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د نوموړې د ماموریت قدرداني کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت مسولین تل هڅه کوي چې پر وخت د خلکو ستونزې حل کړي.
نوموړي له زلزله ځپلو سره د دوستو هېوادونو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او خیرخواه هېوادوالو د مرستو او همکاریو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، موږ کولی شو ستونزې د تفاهم له لارې حل کړو.
دغهراز ډاکټر ملا عبدالواسع ډاډ ورکړی، چې وړاندیز به یې د اسلامي امارت له رهبري سره شریک کړي.
د لیدنې په پای کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس له اغلې روزا اتانبایوا غوښتي، چې ځایناستي یې ماموریت په بریالیتوب ترسره او خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ به هم له هغه سره د خپل توان تر کچې همکاري روانه وساتو.

