د هېواد د اتلتیک، بکسینګ، کورش، وزن پورته کولو او پهلوانۍ ملي فدراسیونونو ملي لوبډلو او مل پلاوي د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق سره تر لیدنې او مخه ښې وروسته د چین په کوربتوب په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه دې هېواد ته سفر وکړ.
له دې ورزشکارانو سره په لیدنه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د چین هېواد په کوربتوب اسیایي المپیکي سیالۍ مهمې او با ارزښته وبللې او ورزشکارانو ته یې په دې سیالیو کې د بریا هيله څرګنده کړه.
ښاغلي وثیق وویل؛ دا سیالۍ په څو کلونو کې یوځل ترسره کیږي، افغان ورزشکارانو ته په کار ده چې په دغو سیالیو کې د هېواد ښه استازیتوب وکړي او نړیوال اصول او معیارونه په نظر کې ونیسي.
نوموړي له ورزشکارانو وغوښتل، چې د سیالیو پر مهال خپل احساسات کنټرول کړي، خپلو دیني او اسلامي ارزښتونو ته پام وکړي او د خپلو مشرانو پوره اطاعت وکړي او له هغوی سره پوه همغږي ولري.
د چین هېواد په کوربتوب اسیایي المپیکي سیالۍ د دې هېواد په هانګ جو ښار کې کېږي، چې د ۴۵ هېوادونو ورزشکاران پکې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده دا سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه ڼېته پیل شي، چې له افغانستان څخه د ورزش ادارې د پلاوي په شمول د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زیات ورزشکارانو ګډون پکې کوي.

