په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن “حسن” د کوربه هېواد په پلازمېنه کې د قطر له سفیر احمد بن ناصر الثاني سره تعارفي لیدنه کړې.
په روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي ورورولۍ، دوستانه اړیکو او متقابلو همکاريو تر څنګ د افغانستان د اقتصادي ودې، پانګونې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.
مولوي ګل حسن “حسن” د صهیونیستي رژیم وروستی برید په قطر کې په کلکه غندلی او دا یې د نړیوالو اصولو ښکاره نقض او د قطر پر ځمکنۍ بشپړتیا څرګند تېری بللی دی.
همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د اړیکو پر لا پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

