برېتانيايي عالمانو د لندن د کوئين مريم پوهنتون په يوه غونډه کې د افغانستان د اسلامي ټولنې د جوړېدو له بهيره، امنيت ښه کېدو او اقتصادي وضعيته ستاينه کړې.
شيخ هيثم الحداد يو له دغو عالمانو څخه دی ويلي؛ د اسلامي امارت د چارواکو د مسلکيتوب کچه په رښتيا حيرانوونکې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په رښتيا هم غواړي، چې افغانستان د پرمختللي هېوادونو په کتار کې راولي او خپل ولس غوښتنو او ارمانونو ته ورسوي.
مفتي اسمعيل سطيه ويلي؛ موږ افغانستان ته په ډاډه زړه لاړو او هلته د هیڅ ډول ستونزو سره مخ نشو.
نوموړي زیاته کړې؛ ما د افغانستان خلک ډېر مهربان، سخاوتمند، د ورين تندي لرونکي او انعطاف منونکي وليدل. دوی ماته د هغو کسانو يادونه راژوندي کړل، چې د اسلام لپاره يې سرښندنې کړې وې او هر څه کولو ته چمتو وو.
شېخ حميد محمود ويلي: افغانستان ته له تللو مخکې مې په رسنيو کې هېڅ مثبته خبره نه وه ليدلې؛ خو د افغان حکومت له غړيو سره له خبرو وروسته پوه شوم، چې دوی نه يوازې له فزيکي تسلط او استعماره د خلاصون هڅه کوي، بلکې د مالي، اقتصادي او فکري غلامۍ څخه د وتلو په هڅه کې هم دي.
شېخ عمار المدني ويلي: د افغانستان هغه انځور چې موږ يې لرو له شته واقعيتونو سره بشپړ توپير لري. هغه خوښي او اطمينان، چې خلک يې احساسوي؛ له هغه څه څخه، چې د رسنيو د چينلونو له لارې انځورېږي بشپړ توپير لري.
یاد برېتانيايي پلاوي په جولاي مياشت کې افغانستان ته راغلي وو او د اسلامي امارت له لوړ پوړيو چارواکو سره يې لیدنه کړې.
شېخ هيثم الحداد زیاته کړې؛ په هره ټولنه کې، چې له جګړې راوتلې وي د اړتياوو خپل يو لړ لري؛ خو امنيت او اقتصاد يې په لومړيتوبونو کې دي.
د نوموړي په وینا؛ که موږ په رښتيا هم د افغانستان په اړه اندېښمن يوو، نو لومړۍ پوښتنه بايد دا وي، چې امنيتي وضعيت څنګه و؟
۲۰۲۲ م کال په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړي کال وو، چې د افغانستان په ټوله سيمه کې جګړه نه وه، چې دا د ستاينې وړ ده.

