د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ او د دغه کمېسیون د غړیو په شتون؛ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د کمېسیون د تېرې ناستې راپور وړاندې شوی او د کمېسیون لاسته راوړنې او فعالیتونه ارزول شوي دي.
په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه اړینې پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي دي؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده او همدارنګه د ۱۷ ټوکو بېلابېلو عنوانونو درلودونکو صادر شویو کتابونو په اړه اړینې پرېکړې شوې دي.
دغهراز د څو ناشرانو ستونزې اورېدل شوې، چې د خپرونو چارو د مرستیال له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شوی دی.
د ناستې په پای کې، هغه ۲۳ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه راجع شوي وو؛ د کمېسیون پر غړو وېشل شوي، څو په اړه يې راتلونکې ناستې ته راپور وړاندې کړي.

