د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوشتېپې کانال له سر بند څخه لیدنه وکړه او دغه راز یې د یاد کانال د چارو د چټکتیا په اړه ټینګار وکړ.
ملا هدایت الله بدري وویل، چې د کانونو له عوایدو څخه به د قوشتېپې کانال په شان سترې بنسټیزې پروژې پلې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کانال د چارو په بشپړېدو سره به افغانستان د کرنیزه له اړخه په ځان بسیا شي او د دې ترڅنګ به نورو هېوادونو ته صادرات هم ولرو.

