تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني په ایران کې د یوناما د اړیکو دفتر له رییس بوجیدار واسیلف سره لیدنه کړې.
ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، له دې هېواد څخه د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت او دوی ته د مرستو د وېش او د هېواد په ختیځ کې د وروستي زلزلې زیانمنو ته د مرستو رسولو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

