د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درېیو ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۹۳ دفترونه او ۲۴ استوګنیز بلاکونه تر څارنې لاندې نيولي دي.
د یادې کميټې پینځو ګونو ټيمونو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، د کابل ښاروالۍ او د نورو اړوندو ادارو استازي په کې ګډون لري د د تېرې سهشنبې په ورځ په فعاليت او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې د نرخ په دقیقې بررسۍ پیل کړی دی.
یادو ټیمونو تر دې دمه د معاملاتو لارښوونې پینځه دفترونه د فعاليت د جواز د نهلرلو، په دفتر کې د معاملاتو لارښوونې د سندونو د نهشتون او په سټو او د ثبت په کتابونو کې د معاملاتو د نه ثبت له امله تړل شوي دي.
همدارنګه یادو ټيمونو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته لارښوونه کړې، چې د هغو کورونو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله لس سلنه ډېره کړې وي.
همداراز ګمارل شویو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته هم لارښوونه کړې، چې له ټاکل شوې کچې دکور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي.
دغه راز یادو ټیمونو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه نیونکو سره خبرې کړي او په بېسارې توګه د کورونو د کرایې لوړېدو څخه یې د هغوی شکایتونه اورېدلي او د رسېدنې په موخه یې اړین اقدامات ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه څارنه ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د لیدنې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

