د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د زرو تنو محصلینو د استوګنې لپاره د «دارالصالحین» په نوم معیاري لیلیه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
لوړو زدهکړو وزارت وایي، په دغه لیلیه کې ټولې اړینې اسانتیاوې لکه؛ د اوبو او برېښنا منظم سیستمونه، درې وخته خواړه او د ورزش ځانګړی ځای لري.
دغهراز د یادې لیلیې د پرانیستې پر مهال د کندهار پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو وزارت مقام، له پاملرنې مننه کړې، چې د مسافرو محصلانو د ستونزو حل لپاره یې دا مهمه پروژه عملي کړه.

