د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د زمري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۵.۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰.۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱.۱ ميليون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

