د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۲۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۲۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۳تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۶۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۴۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۵تنه و، هرات، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۲۶۳ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰کورنیو سره ټولې ۸۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۴۱تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۲۵عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۹۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۰۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۳تنه و، کندهار، زابل، غزني، خوست، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۷۳۳ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۱کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۹۱۵خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۶عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۴۶کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو پینځه زره او ۵۹۸تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه یو زر او ۳۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۵۷۴تنه و، ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه او ۶۳۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۳۰کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۲۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۳۰عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۸۰۲تنه و، پروان، بغلان، بلخ، پکتیا، کندوز، جوزجان، خوست، تخار، پکتیکا، کندهار، لغمان او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون ، ۳۵۵ زره ا و ۶۳۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: یو زر او ۱۰۲کورنۍ او اته زره او ۷۴۹وګړي
لېږدول شـوي کډوال: یو زر او ۵۱۷کورنۍ او ۸۱ زره او ۳۴وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۱۰۳کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۸۶۱عــــدده

