د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر او مل پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته، د جیاسیو شرکت له عمومي رییس سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د برېښنا د تولید، لیږد، وېش پروژو د پلي کولو او د پینځه زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې کړې دي.
دغهراز د دې لیدنې پر مهال د جیاسیو شرکت مسوولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنا لېږد لینونو او سبسټېشنونو د جوړولو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې به پانګونه وکړي.
دغهراز یاده پینځه زره میګاواټه پروژه، چې د افغانستان د برېښنا سکتور د پانګونې د جذب او ملاتړ په کنفرانس کې یې هوکړهلیک لاسلیک شوی و، ټاکل شوې ده، چې د جیاسیو شرکت او د غضنفر ګروپ لهخوا په ګډه پلي شي.
جیاسیو شرکت له هغو سترو شرکتونو څخه دی چې تازه یې په افغانستان کې د برېښنا په سکتور کې پانګونه پیل کړې ده.
د یادونې وړه ده، یادې لیدنې د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس د رسمي سفر یوه برخه ده، چې موخه یې په افغانستان کې د برېښنا د ظرفیت لوړول او د پانګونې د جلب لپاره د همغږۍ پیاوړتیا ده.

