ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د شیرین‌تګاب ولسوالۍ له یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې، لومړی دوی د دې ولسوالۍ د ټولنیزو او اقتصادي مسایلو ترڅنګ، د خدماتو د برابرولو، پراختیایي پروژو د پلي کولو او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو هڅې او زحمتونه ستایلي دي.

دغه‌راز یادو مشرانو او متنفذینو د ښوونې او روزنې، روغتیا او د اوبو د کمښت ستونزو په اړه د شیرین‌تګاب ولسوالۍ د خلکو غوښتنې له ریاست‌الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د یادې ولسوالۍ له مشرانو او متنفذینو سره په لیدنه کې د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، د امنیت ټینګښت او خلکو ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت له مهمو مسوولیتونو څخه بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو په اړه به اړوندې ادارې اړین اقدامات وکړي.