د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، د دغه ولایت اړوند غلام خان بندر لاره، چې د نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې د پاکستان له خوا تړل شوې وه، تېره ورځ(جمعه، د وږي ۲۱مه) د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.
د یادې لارې له بندېدو سره د خوست او پکتيا ولایتونو سوداګر او عام ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي وو، ځکه چې د خوراکي توکو، ودانیزو توکو او د لومړنیو اړتیاوو بیې په ځینو سیمو کې لوړې شوې وې. د لاریو او سوداګریزو کارګو درېدلو له امله ګڼو سوداګرو ته مالي زیانونه هم اوښتي وو.
سرچینې زیاتوي، چې د لارې له بېرته پرانیستل کېدو سره به د سیمې سوداګریزې چارې عادي بڼه غوره کړي او د وارداتي توکو په بیو کې به ښکاره کموالی راشي.
د خلکو په وینا، د دې بندر د بیا فعالېدو سره د ګڼ شمېر کسانو سوداګریز فعالیتونه او ورځني کاروبارونه بېرته د پخوا په څېر پیل شول.
د خوست ولایت مقام ټینګار کړی، چې د ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي دروازو پرانیستي پاتې کېدل د دواړو خواوو په ګټه دي او د ولسونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

