ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌ کړو قوماندانۍ څخه نږدې ۲۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌‌ییزو قول اردوګانو څخه ۱۸۸تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌ کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو د هاوان، SPG-9، کشف اراضي، M2 ماشیندار، M24 Sniper او د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو څانګو له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌ کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت د ښوونې، روزنې او دوکتورینو رییس شیخ داد محمد “محمدي”، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌ کړو قوماندان مولوي نصیب الله “مدني”، ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:”د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ په فضا کې مسوولیتونه ترسره کړئ، له کبر، غرور او تعصب څخه ځان وساتئ، تقوا غوره کړئ او د کلک عزم، قوي ایمان او عقیدې پر مټ له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه وکړئ.”

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې د خدمت کولو چمتووالی وښود او مراسم د فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.