د ملي دفاع وزارت مشرتابه له لوري د هېواد په ختیځ زون کې د وروستیو زلزلو له امله د زلزله ځپلو هېوادوالو د ژغورنې په موخه د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون روغتیایي ټیم پرسونل، د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو اړوند پرسونل، د یاد وزارت مطبوعاتي ټیم او نورو بېلابېلو ژغورونکو ټیمونو هڅې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ویاړ سره ستایلې دي.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” پخپلو خبرو کې د یادو ټیمونو نه هېریدونکې هڅې او کوښښونه ستایلي او ویلي یې دي، زه له ټول پرسونل څخه ځانګړې مننه کوم، کومه میړانه چې تاسو په دغه الهي پیښه کې وښوده زه یې د ستایلو الفاظ نلرم الله ج دې له تاسو څخه راضي شي.
نوموړي زیاته کړې، خپل ولس ته ډاډ ورکوم چې زموږ هوايي او پياده ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به ستاسو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
ښاغلي مجاهد همدارنګه د اسلامي امارت له نورو ارګانونو او له ټولو سوداګرو څخه مننه کړې، چې په دغه سختو حالاتو کې یې زموږ د هېوادوالو لاس نیوی وکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه ټیمونه تېره شپه د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ له لوري راغوښتل شوي وو او د یاد وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” له لوري هر یو ته په خپل لاس ستاینلیک ورکړل شوه او په مادي مکافاتو یې هم ونازول شول.

