ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان د افغانستان په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار او د دغه هېواد د رېل پټلۍ شرکت له مرستیال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

شیخ عبدالرحمن قانت مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دوی شتون د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل بللی او دغه‌راز د افغانستان د کاني سرچینو په اړه یې هم معلومات شریک کړي دي.

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت سلاکار د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او د وزارت د رهبرۍ له مېلمه پالنې یې مننه کړې ده.

دغه راز، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال د دوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د کان کیندنې د قانون او کړنلارې اړوند د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.