په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د پوهنې او لوړو زدهکړو وزیر د دفتر له رییس حمدالمالکي او د یاد وزارت له یو شمېر چارواکو سره لیدنه کړې.
په دوحه کې د اسلامي امارت سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي شاهین د دواړو هېوادونو اړیکې ارزښتناکې بللي او په قطر کې زدهکړو ته د مېشتو افغان ماشومانو د نه لاسرسي ستونزه یې یاده کړې ده.
ورته مهال حمدالمالکي له دوهاړخیزې لیدنې د مننې ترڅنګ ژمنه کړې، چې د قطر اړونده ښوونځي به د مېشتو افغان ماشومانو د زدهکړو ستونزې حل او د هغوی د داخلېدو زمینه به برابره کړي.

