ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌ الدین حقاني: د خلکو فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌ الدین حقاني په مشرۍ د دې وزارت د رهبري غونډه کې د امنیتي موضوعاتو سربېره په ګڼ شمېر نورو مهمو او ټولنيزو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په یاده غونډه کې د وزارت مرستیالانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسولینو ګډون کړی و.

خلیفه صاحب سراج‌ الدین حقاني ټینګار کړی، چې د خلکو فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي او د هېواد په کچه د پولیسو ټول ځواکونه باید د ولس او خلکو لپاره ریښتیني خدامات وړاندې کړي.

 دغه راز ښاغلي حقاني ویلي، د باور ترلاسه کولو لپاره بايد لا ډېر هڅې وشي، تر څو د ولس او پوليسو ترمنځ هېڅ ډول واټن رامنځته نشي.