ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ د هېواد په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړېږي

د ټولګټو وزارت وايي، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، ټاکل شوې چې د هېواد په لویو لارو ۷۵ محرابه جوماتونه جوړ شي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، اوسمهال د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د ۱۴ محرابه جوماتونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو  ۷۰ کیلومترو کې یو محراب جومات جوړېږي او ټاکل شوې چې د هېواد په یو شمېر نورو لویو لارو هم جوماتونه جوړ شي.

بلخوا خلک د اسلامي امارت له دې ګامه هرکلي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیاځلي حاکمیت راهیسې د جوماتونو جوړېدو تر څنګ ګڼ شمېر عام المنفعه پروژې پلي شوي او یو شمېر نورې د پلي کېدو په حال کې دي.