د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، په ایران کې د قرانکریم کېدونکې ۴۲ دورې نړیوالې سیالۍ ته افغان ممتاز قاریان بلل شوي، چې ټاکل شوې د مرغومې په میاشت کې تر سره شي.
د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به په درېیو برخو کې تر سره شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر له ټولو هغو قاریانو چې دې سیالۍ کې د ګډون کولو نیت او اراده لري؛ غوښتي چې د راتلوونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ اته نیمې بجې شهرنو سیمه کې د قاریانو چارو ریاست ته د خپلې اصلي پېژندپاڼې سره ورشي.
د سرچینې په وینا، د سیالۍ د ګډون وال عمر باید له ۱۸ کلونو کم او تر ۳۵ کلونو زیات نه وی او دغهراز د ترتیل او تحقیق برخو کې یې عمر باید له ۴۰ کلونو زیات نه وي.

