ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د څرخي پله دویمې پلې لوا په درېم زرهدار کنډک کې د مسلکي او تخنيکي ټیمونو په هڅو ۹ روسي زغروال ټانګونه چې ۷ يې T55 او دوه یې T62 دي بیاځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
یاد زغروال ټانګونه له دښمن سره د جګړې پر مهال د هېوادوالو او سرحداتو د دفاع او د دښمن د پټنځایونو او مرکزونو په له منځه وړلو کې خورا مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په لسګونه زغروال ټانګونه ترمیم شوي او دا لړۍ د یوه منظم پلان له مخې لا هم دوام لري.

