د چین دولت د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزله ځپلو سره د ۵۰ میلیونه ین په ارزښت بېړنۍ بشري مرسته کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان پر خپله ایکس پاڼه ویلي، چې په یاده مرسته کې خوراکي توکي، کمپلې، ترپالونه او نور توکي شامل دی، چې په نږدې ورځو کې به وسپارل شي.
دغه راز ښاغلي جیان افغانستان د چین ستراتیژیک شریک بللی او له کابل سره یې د بیجینګ د دوامداره مرستو ډاډ څرګند کړی.
د یادونې وړ ده، چې چین تر دې وړاندې هم د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د بشري مرستو اړوند توکي راستولي وو.

