ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له حیرتان بندر څخه لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري او مل پلاوي شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په اوږدو کې د بلخ ولایت له حیرتان بندر څخه د یاد بندر ځايي مسولینو په شتون کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست په یاد بندر کې له ځایي مسولینو، اداري تاسیساتو او د حیرتان بندر له صفري نقطې څخه لیدنه د سفر موخه یاده کړې.

همداراز ښاغلي نوري زیاته کړې، چې له ازبیکستان هېواد سره یې دوه اړخیزې اړیکې تر بل هر وخت اوس ښې دي.

 نوموړي د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه خوښي ښودلې او د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه یې ډاډ څرګند کړی.