ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صهونیستي رژیم په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په مذاکراتي پلاوي برید کړی

صهونیستي رژیم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په مذاکراتي پلاوي برید کړی.

د حماس اسلامي غورځنګ یوې سرچینې الجزیرې ته منلې، چې د دې غورځنګ چارواکي داسې مهال په نښه شوي، چې د اوربند لپاره د ډونالډ ټرامپ د وړاندیز شوې طرحې په اړه یې سلا مشورې کولې.

دغه برید د اوربند د طرحې منلو په اړه د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر تر اعلان څو ساعته وروسته شوی دی.

بلخوا  د قطر بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ مذاکره کوونکي پلاوي د اوسېدو پر ځای د اسرائیلو صهیونیستي رژیم برید «بزدلانه» عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی.

یاد وزارت دغه برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د دې هېواد د وګړو امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

دغه‌راز د حماس یوه چارواکي الجزیرې ته ویلي، چې دوحه کې د اسرائیلي یرغلګرو د برید له امله د دې غورځنګ مذاکره کوونکي پلاوي ته کوم زیان نه دی اوښتي.

 الجزیرې د حماس د یاد غړي نوم نه دی ښودلی، خو راپور یې ورکړی چې دغه برید په دوحه کې د حماس غورځنګ د مذاکراتي ټیم د اوسېدو پر ځای شوی دی.