د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوزبیکستان د دوو پانګوالو شرکتونو له مسوولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یادو شرکتونو استازو خپله لېوالتیا څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونه وکړي.
دغهراز ملا عبداللطیف منصور د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسبه فضا رامنځته شوې او اسلامي امارت اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د همکاریو د بهیر د چټکتیا لپاره به ډېر ژر د وزارت او شرکتونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ ګډې ناستې ترسره شي، څو له اړینو بحثونو وروسته د هوکړهلیک لاسلیکولو او عملي اقداماتو پړاوونه پيل شي.

