د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په لوګر ولایت کې د حسن کانال د ټينګښت، د لشکرخېلو کلي سیفون او د مغلخېلو کانال د پروژو چارې د ۱۹۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او د یاد ولایت د والي قاري صلاحالدین ایوبي، د اوبو او انرژۍ رییس ملا محمد اسماعیل اخوندزاده، د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر فضلالرحمن عمرزي او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاد وزارت زیاتوي، دغه پروژې دوه زره او ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې اته زره کورنۍ په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه اخلي.
د یادونې وړه ده، چې د یادو پروژو چارې د( یو، این، ایف، اي، او) موسسې په مالي ملاتړ د لوګر د اوبو او نرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

