ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د چین له نوي ټاکل شوي سفیر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د چین له سفیر ژیوچینګ سره د لیدنې ترڅنګ د اسلامي امارت له لوري نوموړي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي د چین هېواد له پخواني سفیر څخه مننه کړې، چې افغانستان کې يې خپل ماموريت په ښه توګه سر ته رسولی ا و دغه راز یې د چین او افغانستان اړيکي په سختو حالاتو کې نژدې ساتلې.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او د خپل ښه دريځ په درلودلو سره يې افغانان په خپل ښه نيت باوري کړي دي‌.

‌سرپرست وزیر د چین هېواد د دې پرېکړې د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې ياد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لید لوری درلودلی دی.

په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د چین سفیر ژیوچینګ ویلي، چې دوست هېواد افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او په وینا یې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي زیاته کړې، چین او افغانستان  دوه ښه ګاونډيان دي او هېواد يې د افغانستان خپلواکي، معتقداتو او کلتور ته احترام لري او د دغه هېواد په کورنيو موضوعاتو کې د مداخلې هېڅ اراده نلري.