د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کرنیزو تولیداتو او مالدارۍ خونې له رییس خان محمد فروتن او د تازه مېوو او سبزیجاتو له یو شمېر سوداګرو سره د صادراتو د پروسې د اسانتیا او مدیریت په اړه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د صادراتي مرکزونو له لارې د مبدا هوکړهلیک د صادراولو، د انوایس د ثبت او د روڼ میکانیزم د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې کروندګر او سوداګر باید زیانمن نه شي.
نوموړي ویلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي د هېواد د صادراتو پروسه ساده کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
همدارنګه په پای کې پرېکړه شوې، چې د مېوو او سبزیجاتو د اصلي اسنادو د صادراولو او د رسیدونو د ثبت پروسه د روښانه او شفاف میکانیزم له مخې دې تنظیم شي.
د مېوو او سبزیجاتو صادرونکي شرکتونه به د کرنې او مالدارۍ د تولید خونې له لارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته معرفي کېږي، څو د اسنادو تحلیل او پرېکړه په یاد وزارت کې وشي.

