د ټولګټو وزارت وايي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د وږي له اوومې تر ۱۳مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۹ زره او ۹۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې (۶۹ زره او ۵۱۶) ټنه، د اقینې بندر له لارې پینځه زره او ۸۰۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱ زره او ۴۲۹ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳ زره او ۱۷۶ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۹۹ زره او ۹۲۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۵۳۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او نوشابې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

