د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د یو سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلو متره د نوي سړک جوړولو او د جغل اچولو د پروژې افتتاح کړې او چارې يې رسما پيل شوې.
د پروژې د پرانیست پر مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د دې سیمې اوسیدونکو ته ویلي، دا يوه حياتي او مهمه پروژه ده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټې ستونزې هوارې شي.
دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړک جوړونې ریاست او د پراختیايي شوراګانو له خوا د ۳۶۹ میلیونه ۵۷۹ زره او ۲۲۷ افغانیو په لګښت جوړيږي.

