ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کاپیسا کې د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت د يوې ترميماتي پروژې چارې پیل شوي

د ټولګټو وزارت له لوري د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د جامع جومات اړوند د سړک يوه ترميماتي پروژه رسماً پیل شوه.

د یادې پروژې د پرانیستي په مراسمو کې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت د ټولګټو رییس مولوي بحرالله بدري، د نجراب ولسوالۍ ولسوال مولوي عطاالله نعمت، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په ياده ترمیماتي پروژه کې د نجراب ولسوالۍ د جامع جومات اړوند د لوی پل، د عمومي سړک د فرش، د استنادي ديوالونو او پلچکونو ترمیم کول شامل دي، چې چارې يې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوي دي.

ځايي مسوولينو او اوسېدونکو د يادې پروژې د پرانيستني هرکلی کړی او دا یې د افغانستان اسلامي امار له لوري د سیمې د پراختیا او ابادۍ پر لور یو مثبت ګام بللی دی.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې په ګټې اخيستنې سره به  د سیمې اوسېدونکو ته د تګ او راتګ په برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي او د استنادي دېوالونو او پلچکونو په ترمیم سره به د سېلابونو او موسمي بارانونو له امله د سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.