د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ښوونې او روزنې له مدیریت څخه ۱۵ تنه مدیران او منسوبین د ادارې او مدیریت، تکنالوژۍ او کمپیوټر له زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد د معینیت ځینو رییسانو، مدیرانو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی و.
په پیل کې د معینیت د مقام یاور مولوي رفیعالله حقنواز د یاد ترسره شوي ښونیز پرګرام په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ولایتي او سیمهییزو چارو رییس مل پاسوال مولوي اسدالله حلیم، د ځانګړو قطعاتو رییس مل پاسوال ملا امانالله حاجي قاضي او د دفتر رییس مل پاسوال مولوي حسیبالله احمدي په خپل وار سر د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د علم پر اهمیت او د عالمانو پر مقام خبرې وکړې.
دوی ټینګار وکړ چې مجاهدین او منسوبین باید د دیني زده کړو تر څنګ د عصري زده کړه کې هم هڅه وکړي، څو په خپلو ورځنیو چارو کې لا بریالي شي.
همدارنګه یې یادونه وکړه چې د عصر د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د تکنالوژۍ او نوې پوهې زده کړه د ټولو لپاره اړینه ده.
غونډه د مفتي عبدالحق مطیع په دعا او فارغانو ته د بريلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

