د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده.
د دوی په وینا، دغه بڼونه د مقر، سنګ اتش او د بوم درې په ولسوالیو کې رغول شوي دي.
همدارنګه، له ۱۴۰۱ هـ.ش کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د «جیف ۶» پروژې له لارې یوازې د ابکمري ولسوالۍ په کچه شاوخوا درې زره او ۱۰۰ هکټاره د پستې بڼونه بېرته ورغول شول او ټاکل شوې ده، چې سږکال هم نږدې ۹۴ هکټاره نور بڼونه به ورغول شي.
د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، دا مهال په بادغیس ولایت کې له ۳۰ زرو هکټارو څخه زیات د پستې بڼونه شتون لري او د بیارغونې، جوړولو او د طبیعي پستې ځنګلونو د ساتنې له دوام سره دغه شمېر په زیاتېدو دی.
سره له دې، چې په دې وروستیو وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او د ونو وخت نه مخکې ګل کولو د پستې ونې زیانمنې کړې دي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي هڅه کوي، چې د دې محصول د تولید کچه لوړه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د بادغیس پسته د دغه ولایت د بزګرانو د عاید له مهمو سرچینو ګڼل کېږي او نړیوال شهرت لري.

