ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره پراخه زمینه برابره شوې

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور د ملاتړ کنفرانس کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې کنفرانس کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د کابینې یو شمېر غړو او بهرنیو مېلمنو هم ګډون درلود.

په پیل کې د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال په کونړ او ننګرهار کې د وروستۍ زلزلې د شهیدانو روح ته د دعا پر مهال د دوی له کورنیو او د دې غمجنې پېښې ټپیانو سره خپله خواخوږي څرګنده او په دې برخه کې یې د ترسره شویو همکاریو قدرداني وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي د یاد کنفرانس جوړول د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او سیمې لپاره مهم وبلل او ویې ویل، هغه فرصت چې په هېواد کې له نیمې پېړۍ جنګ وروسته رامنځته شوی واقعاً د ملاتړ وړ دی.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د پانګونې پراخه زمینه برابره شوې ده، کورني او بهرني پانګوال کولی شي د اوبو، لمر، باد، نفتو، ګازو او ‌‌ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د ریاست ‌الوزرا اداري مرستیال د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، کانونو استخراج، ترانسپورټ، کرنې او روغتیا په شمول په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، موږ په بېلابېلو برخو کې ګڼ مشترکات لرو، زموږ تر منځ هیڅ ستونزه نشته، اسلامي امارت د مرکزي او سویلي اسیا د وصل په نقطه بدلېدل غواړي، بناءً اړینه ده له یو بل سره دوستانه کار او د خپلو ملتونو ګټې خوندي کړو.

د یادونې وړ ده، چې زموږ هېواد د اوبو، لمر، باد، ګازو او ‌‌ډبرو سکرو څخه د ۳۰۰ زره میګاواټه انرژۍ د تولید وړتیا او د ګازو پینځه سترې حوزې لري، چې په ګټې اخیستې به یې نه یوازې د برېښنا د تولید بلکې په نورو برخو کې هم ځان بسیاینې ته ورسېږو.